سیاست

اجراييه رييس په افغانستان کې د ترکيې له سفير سره وکتل

‘-کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٢ د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې په افغانستان کې د ترکيې جمهوريت له سفير اسماعيل اراماز سره وکتل. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې په کابل کې د ترکيې سفير د اجراييه رياست په مقام کې د ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنې له امله ده ته مبارکي وويله او يوځل بيا د ملي وحدت له حکومت سره يې د خپل هيواد د همکاريو ډاډ ورکړ. د ترکيې سفير د خپلو خبرو په دوام د هغې پيښې له امله چې زموږ يو شمېر هيواد وال د ترکيې په اوبوکې شهيدان شوي دي؛ خواشيني څرګنده کړه. افغانستان ته دترکيې د جمهور رييس وروستى سفر ته په اشارې سره د دواړو هيوادونو د اړيکو په لازيات ټينګښت او د ستراتيژيکي تړون د موادو په اجراکولو يې ټينګار وکړ. د ترکيې سفير دغه راز په افغانستان کې نجونو ته د يو پوهنتون او يو تخنيکي ښوونځى د جوړولو او په افغانستان کې د دغه هيواد د ځواکونو د شمېر د زياتوالي خبر ورکړ . د ترکيې سفير زياته کړه: د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير د بروکسل په غونډه او د افغانستان په باب د لندن په کنفرانس کې ګډون کوي. اجراييه رييس د افغانستان لپاره د ترکيې د همکاريو او د دغه هيواد د سفير د شتون له امله قدرداني وکړه او د هغې پيښې د څيړنې له امله چې د افغانستان د اتباعو د سپرلۍ د بيړۍ د ډوبيدو په باب شوې؛ قدرداني او مننه وکړه . اجراييه رييس د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: دملي وحدت حکومت د ترکيې له جمهوريت سره د اړيکو د دوام او پياوړتيا او له دغه هيواد سره د ستراتيژيکي تړون د موادو په عملي کولو ژمن دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته