اقتصاد

په پنځه کيلومتره سړک کريړ اچول کيږي

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د پنځوکيلومترو په اوږدوالى سړک کې  د کريړ اچولو کار نن پيل شو .
په پروان ولايت کې د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارو د جوړولو رييس محمد ناصر تيموري باخترآژانس ته وويل: دغه سړک د کاپيسا ولايت د صياد ولسوالۍ د پروان ولايت د بګرام له ولسوالۍ او په همدې تګلوري کې له څوکليو سره نښلوي.
د ده دڅرګندونو له مخې: په دغه سړک د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د پنځلسو مليونو افغانيو په لګښت په اتو مياشتوکې کريړ اچول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته