۱۰۰ ورځې

دانتخاباتو خپلواک کميسيون نن دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو دبهير پاى اعلام کړ

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٣٠  :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  يوځل بيا  له دې امله چې دانتخاباتو  او د جمهوري رياست ددواړو نوماندانو ترمنځ داوږدو خبرو اترو بهير نتيجې ته ورسيد ، هرکلى وکړ  او دهېواد منتخب  جمهوررييس  ډاکتر اشرف غني احمدزي ته يې مبارکي وويله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
جمهوررييس  دافغانستان دخلکو  د بې ساري زغم  چې په صبر او حوصلې اوپه خپل سياسي خرد او بلوغ  سره يې  يو ځل بيا دهېواد دثبات لپاره نندارې ته  وړاندې کړ ، وستايه او دافغانستان  ګران ملت ته يې دنيکمرغۍ  او سرلوړۍ  هيله وکړه  .
جمهوررييس کرزي  منتخب  جمهوررييس ډاکتر اشرف غني احمد زي او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته  دهغه موافقه ليک له مخې چې ددوى ترمنځ ترسره شوي دي دبرياليتوب هيله  وکړه او ټينګار يې وکړ چې دى دافغانستان ديو تبعه په توګه  دهېواد له راتلوونکي  جمهوررييس او حکومت سره  هر راز همکارۍ ته چمتو دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته