ټولنه

د نوروز جشن د ملي کميسيون د مالي او اداري کمېټې غونډه جوړه شوه

– کابل/ باختر/  دسلواغې دمياشتې ٢٣نيټه :
د نوروز د ملي جشن د مالي او اداري کميټې غونډه نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د فرهنګ اوهنر د معين پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د نوروز د ملي جشن د کميسيون د پروګرامونو اوعمومي فعاليتونو د طرحه کولو، د نورو جشن د جوړولو د لګښتونو، د هېواد په ولايتونو او ولسواليو کې د فرهنګي او تفريحي غونډو د جوړولو، د پيشهادونو د وړاندې کولو او دغه راز د راتلوونکي غونډې د نيټې د ټاکنې په باب خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند باوري د دغو مواردو په باب له خبرو وروسته د اړوندو ادارو له استازو څخه وغوښتل چې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې د نوروز جشن د جوړولو د څرنګوالې په باب خپلې نظريې او طرحې راتلوونکې غونډې ته چې ټاکل شوې ده د راتلوونکې اوونۍ د سه شنبې په ورځ  جوړه شي، وړاندې کړي چې د لګښتونو، د فعاليتونو د تشخيص او له څرنګوالي او د نوروز جشن د جوړولو د سيمو له ټاکنې وروسته عملي تصميمونه ونيول شي.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته