کويټه ډي ډان دوږي دمياشتې ١٨ :
په بلوچستان ايالت کې نامعلومو وسله والو کسانو له خوا دناټو په تدارکاتي کانتينرونو بريدوشو او وسوځول شول .
دپاکستان دډي ډان ورځپاڼې دخبرله مخې : دغه بريددبلوچستان په مستونګ دښته کې شوى دى او بريد کوونکي په تيښتې بريالي شوي دي .دخبرځاى دڅرگندونوله مخې دغه کانتينرونه دپاکستان له کراچي ښار څخه افغانستان ته ليږدول کيدل چې دلارې په اوږدو کې دوسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو.
د ځاني تلفاتو او مالي زيان په هکله تراوسه پورې معلومات نه دى ترلاسه شوى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ