امنیت

د جوزجان ولايت په يو هوټل کې د واده په مراسموکې چاودنه وشوه

کابل باختر د وږي  لسمه :
څو شيبې مخکې په جوزجان ولايت کې د واده په مراسموکې چاودنه وشوه .
دغه چاودنه د شبرغان ښاروالۍ د واده په کلوپ کې په داسې حال کې وشوه چې د واده مراسم پکې روان وو .
د جوزجان ولايت يوه امنيتي مسوول دغه چاودنه تاييد کړه خو د جزيياتو په باره کې بې خبري وښودله. 
د دغې پيښې يو شاهد وايي: د ماشومانو په ګډون يوشمېرکسان يې ليدلي دي  چې په وينوککړ روغتون ته ليږدول کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته