فرهنګ

شلو تنو خبريالانو د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق غړيتوب ترلاسه کړ

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢۵مه
د باختر آژانس۲۰ تنو خبريالانو نن د «افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق» غړيتوب ترلاسه کړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې، د «افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ صندوق» هغو خبريالانو ته چې د دغه صندوق غړيتوب ترلاسه کړى دى؛ د صندوق د طرزالعمل له مخې دغه خدمتونه وړاندې کوي: په بيړنيوحالاتو کې په هېواد کې د مالي ملاتړ د زمينو برابرول، له ناروغو او بې وزلو ژورناليستانو او د هغو ژورناليستانو له کورنيو سره مرسته چې د ژورناليزم د مسلک په لاره کې يې خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم معلول کېږي.
دغه مرستې په هغه صورت کې په وړيا ډول ترسره کېږي چې ژورناليست ددغه صندوق غړيتوب ولري.
بايد وويل شي چې د مرستې اندازه د شخص د اړتيا له مخې، د صندوق د مديره هيئت        له تشخيص او تائيد وروسته ټاکل کېږي.
د صندوق د غړيتوب مينه وال ژورناليستان کولاى شي د (دهبورۍ په څلورلاره کې د الخير روغتون ته مخامخ د وردګانو په کوڅه کې نهم لمبر کور) د صندوق دفتر ته ورشي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته