فرهنګ

د راډیو دنړیوالې ورځې په ویاړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پېغام!

کابل باختر  دسلواغې  شپږ ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د راډيو د نړېوالې ورځې په ویاړ ټولو راډیويي خبریالانو او ددې لارې ټولو سر لارو ته مبارکي وايي.
راډیو چې په رسنیز بهیر کې ستره تاریخي مخینه لري‌ د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې تاریخي او رسنیز ارزښت هم لري‌. راډیو د نولسمې پیړۍ په وروستېو کې وپیژندل شوه د معلوماتو لپاره ډیره اسانه او ارزانه رسنۍ ده.
د خوښۍ ځای دی، چې د افغانستان اسلامي‌ جمهوري‌ دولت دبیان ازادۍ ته د ژمنتیا د تعهد له مخې نن په هېواد کې په سلګونه راډیويي سټیشنونه او مرکزونه لرو. چې ګرانو هېوادوالو ته معلومات وړاندې کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې نړیوالې ورځې په مناسبت له ټولو راډیويي ژورنالیستانو څخه غوښتنه داده ،چې د خپلو مایکونو او راډیويي څپو څخه د ټولنې دوګړو ذهنونه روښانه کړي. تعلیمي‌ او روزنیزو پروګرامونو ته زیاته پاملرنه وکړي او د هیواد د لرغوني فرهنګ په خپرولو ،د ولسونو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو ،او ددوي د ذوق او علاقې له مخې د خپرونو په ترسره کولوکې هڅې او کوښښونه وکړي.
همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیان د ازادۍ د ژورنالیستانو او رسنیو په ملاتړ یو ځل بیا ټینګار کوي او خپل ملي رسالت ته ژمن دی.
زموږ هغه خبریالان چې په تېره څه دپاسه یوه نیمه لسیزه کې یې د خپل رسالت په تر سره کولو کې یې خپل سرونه له لاسه ورکړي دي‌ د څښتن تعالی له درباره ورته د فردوس جنت هیله کوو او ددوي کورنیو ته دې د راډیو نړیواله ورځ مبارک وي.
په پای کې یو ځل بیا له ټولو راډیو رسانه والو څخه مو غوښتنه داده چې خپل ورسپارل شوی ملي رسالت په هغه ډول چې لازم دی سرته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته