نړۍ

اتریش غواړي چې د اړتیا په صورت کې د برینر پوله وتړي.

بلجیم – باختر – د ثور د میاشتې ۱۱
اتریش له لیبیا څخه د پناه غوښتوونکو د څپو د مخنیوي په مقصد د ایټلیا سره د خپلې پولې د تړلو لپاره د تیاري په حال کې دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د آلمان په پوتسدام ښار کې دغه مسله ددغه هیواد د کورنیو چارو له وزیر سره طرحه کړه .
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر د لیبیا په وړاندې اندیښنه څرګنده کړه او له خپل اتریشي سیال سره یو ځای يې د ایټالیا په مقاماتو فشار ته زور ورکړی دی.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ زوبوتکا د برینر ښار په ناحیه کې ددغه هیواد پولې ته په اشاري سره ویلي دي چې دغه سترتنګی د اروپا د جنوب او شمال ترمنځ د ترانسپورت د برخې لپاره مهم دی.
ده خپلو خبرو په دوام ویلي دي: موږ کولای شو د دیوال د جوړولو لپاره تیاری ونیسو خو موږ نه غواړو چې کوم دیوال جوړکړو.
ده دغه راز ویلي دي چې موږ نه غواړو چې یو تجرید تصویر رامنځه شي.
خو موږ غواړو په ډاګه وښه یو چې اتریش کولای شي په غيرقا نوني ډول له پولي څخه د تیریدو مخه ونیسي او باید ایټالیا د لیبیا له پولي څخه د پناه غوښوونکو د تیریدو مخه هم ونیسي.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام ویلي دي چې هیواد يې باید سختو شرایطو ته ستون نه کړی شي.
ده دغه راز ویلي دي چې د افریقا په شمال کې له دغه پراته هیواد لیبیا څخه کابو دوه سوه زره تنه انسانان غواړي اروپا ته وتښتي خو د آلمانۍ ورځپانې (بیلد) د رپوت له مخې: د ملګرو ملتو د سازمان د پناه غوښتوونکو عالي کمیشنرۍ اټکل کړی دی چې کابوسل زره تنه انسانان اروپا ته د تښتې په حال کې دي.
دغه راز د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې په لیبیا کې واکمن حالت د اندیښنې لپاره یو دلیل دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته