سیاست

مولانافضل الرحمن کابل ته راځي

سياسي  اوديني کارپوهان  : هغه بايد خپله سوله غوښتنه اوخيرغوښتنه ثابته کړي

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
ټاکل شوې  ده  دپاکستان د جمعيت العلماي اسلام مشر مولا نافضل الرحمن   د
افغانستان ددولت دمقاماتو په بلنه کابل ته سفروکړي .
دباخترآژانس دخبر له مخې :    مولانا فضل الرحمن په پاکستان کې  دمذهبي او دنفوذ وړ شخص په توګه ياديږي چې دپاکستان او افغانستان په مذهبي کړيو زيات نفوذ لري آن هغه دطالبانو دډلې دموسس اومحرک په  توګه ياديږي .
له شک پرته افغان مقامات په کابل کې دمولانا داستوګنې په وخت کې له  ده سره به له طالبانو سره د خبرو دڅرنګوالي په باب چې په پاکستان کې اډې لري خبرې وکړي ، مخکې له دې  هم  دافغانستان دولت په پاکستان کې دسياسي اومذهبي کړيو سره د اړيکي په ترڅ کې هلې ځلې  وکړي  چې دثبات د اعاده کولو لپاره دهغوي له نفوذ او امکاناتو څخه استفاده و کړي آن يوځل هلې ځلې وشوې چې ددواړو هيوادونو د عالمانو غونډه په کابل کې جوړه شي  چې دتروريزم له عواملو
سره دچلندڅرنګوالى  چې داسلام په نامه کيږي څرګند شي داسلام  ترور او تاوتريخوالي  مردود وبلل شي خو دغه غونډه سبوتاژ شوه او جوړه  نه شوه .
اوس مولانا فضل الرحمن کابل ته روان دى  معلومه  شي چې هغه دپاکستان په مذهبي کړيو او ديني مدرسو د يوديني عالم او بانفوذه شخص په توګه په يو اسلامي  هيواد کې دثبات د اعاده کولو لپاره دخير څه نوښت ترسره کوي .
په د اسي حال کې چې په پاکستان کې مذهبي کړۍ  زياتره له سياسي کړيو سره يوځاى ګام اخلي .
افغان سياسي کارپوهان کابل ته دمولا نا فضل الرحمن دسفر په باب خپل نظر اوتعبير لري دحق اوعدالت د ګوند  غړي معين مرستيال کابل ته دپاکستان د جمعيت العلماي اسلام دګوند دمشرمولانا فضل الرحمن دسفر په باب وايي چې موږ په  وار وار ويلي دي په پاکستان کې مشخصې کړۍ شته چې له طالبانو سره نږدې اړيکې  لري او تل يې د طالبانو ملاتړ کړى دى  چې له دى جملى  څخه يو هم مولانا فضل الرحمن دى .
ده  وويل :  دغه کړۍ  او څيرې دپاکستان دجمعيت العلماي اسلام دمشر په شان هم دجګړې  په دوام اوهم  دسولې  په مسله کې رول  ولوبوي په هغه صورت کې چې مولانافضل الرحمن  متقاعد شي چې سوله اوثبات د افغانستان اوپاکستان لپاره يوشان ارزښت  لري  يو ښه اقدام شميرل  کيږي .
ده وويل  : دا د افغا نستان د حکومت کار دى چې دفضل الرحمن په  شان څيرې متقاعدې  کړي چې  دسولې او امنيت تا مينول هم د افغانستان په ګټه دى اوهم د
پاکستان په ګټه .
خودسياسي چارو کارپوه  وحيد مژده  دمولا نافضل الرحمن دسفر په باب له معين مرستيال سره متفاوت نظر لري دى  وايي په اصل کې مولانا فضل الرحمن دپاکستان د سياسي اومذهبي کړيو ترمنځ خپل نفوذ او ارزښت له لاسه ورکړى دى او اوس په پاکستان کې  هغه ديو فرصت طلبه سړي په توګه ياديږي چې غواړي
افغانستان ته په راتلو سره دسعودي عربستان ملاتړ ترلاسه کړي ځکه په دې  وروستيو کې سعودي عربستان په افغا نستان کې دسولې دمسلي په نسبت خوشبين دى  .
وحيدمژده وويل : که چيرې  مولا نا فضل الرحمن دپخوا په شان دطالبانو ترمنځ خپل نفوذ اوځاى  درلود،   په لومړي ګام کې بايد دپاکستان له دولت سره يې همکاري کوله  چې په پاکستان کي دامکان تر پولې پورې د نا امنيو مخه نيول شوي واى .
طالبان اوس هغه دهغه چا په توګه چې تل معامله  کوي پيژني له دې  امله د ده سفر به  دومره اغيزمنتوب ونه لري .
دولسي جرګې دتقنين د چارو د کميسيون رييس قاضي نذيراحمد حنفي وايي هغه يون  چې مولانا فضل الرحمن دسولې په خاطر پيل کړى د  د روغې  جوړې لپاره  مثبت ګام او ښه اقدام  دى  خو اساسي موضوع  دده او دنورو پاکستاني مقاماتو صداقت دي چې څومره هغوى  په افغا نستان کې دسولې په تامينولو باوراوعقيده لري  .
ده وويل ،  پاکستاني سياستوالو اوطالبانو ته نورکسان لارښوونه کوي او په بله  وينا خپل اقدامات عملي کوي اوپه تيره بيا د لويديځ  په لارښوونه  تل غواړي له طالبانو څخه په استفادې سره په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي .
قاضي حنفي وويل :  هيله لرم چې دمولا نا سفر دسياسي انګيزې او د لويديځو دطرحې  سفر نه وي خو دهغې ورځې په هيله چې مولانافضل الرحمن او په پاکستان کې نورې څيرې  په صادقانه ډول دسولې  په لاره کې ګام  واخلي او په زړه سواندۍ سره حرکت و کړي .
په ملي شوراکې دبلخ ولايت استازي مولاناعبدالرحمن رحماني وايي افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن راتګ په  واقعيت کې په افغانستان اوپاکستان کې دسولې داعاده کولو په خاطر يو ښه اقدام دى .
په ولسي جرګه کې دخلکو دغه استازي څرګنده کړه له دې  ا مله چې په پاکستان کې زياتې  مذهبي ډلې  دطالبانو ملاتړ کوي اومولانا فضل الرحمن د يو مذهبي مشر په توګه کو لاى شي له نورو ډلو سره په همکاري کې دسولې  په بهير کې دافغانستان له دولت سره مرسته و کړي  .
ده وويل :  دغه مثبت رول  هغه وخت تحقق مومي چې پاکستان او په دغه هيواد کې مذهبي ډلې په واقعبينانه ډول مثبت اوعملي ګامونه پورته کړي  .
په هر ترتيب هماغه شان چې سوله د افغانستان دخلکو اړتيا ده کابل ته دمولانا لپاره سفر هم يو فرصت دى چې  خپل مصلح والي اوخيرغوښتنه ثابته کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته