نړۍ

افغانستان له تروريزم سره دمبارزې په لومړۍ ليکه کې دى

نيويارک ايرنا باختر د وږي د مياشتې  ٢٥  :
دملګرو ملتو په سازمان کې دايران سفير  اودايمي استازى غلام علي خوشرو 
پرون ددغه  سازمان  دامنيت په شورا کې وويل ؛چې دافغانستان دملي وحدت  دولت  اوس  له تروريزم سره دمبارزې  په لومړۍ ليکه کې دى او نړيواله ټولنه  موظفه ده  چې  له دغه هېواد سره   دتروريزم پرخلاف  جګړه کې مرسته وکړي.
خوشرو  دامنيت شورا په  دې  درې مياشتنۍ غونډه کې  چې دافغانستان د حالت دڅيړنې په مقصد جوړه شوې وه  په افغانستان کې   دسولې اوثبات دپياوړتيا په لاره کې  دايران  په ژمنې  دټينګار په ترڅ کې يو ځل بيا په افغانستان کې  دداعش  او دهغه دڅانګو دظهور په اړوند خبر  دارى ورکړ.
د ملګروملتو په سازمان کې دايران سفير  وويل ؛ چې ايران  دملګرو ملتو سازمان  دامنيت شورا په تيرو غونډو کې هم  دخراسان داعش په ګډون ددغې ډلې دڅانګو دظهور په نسبت خبر دارى ورکړى و.
غلام علي خوشرو  په دې بيان سره  چې اوس دافغانستان دملي وحدت حکومت له تروريزم سره دمبارزې  په لومړۍ ليکه کې دى  څرګنده کړه  چې نړيواله ټولنه بايد  له دغه حکومت سره دتروريزم او بنسټپالنې پرخلاف  جګړه او  له امنيتي ، سياسي ، او اقتصادي  چلنجونوسره  دمبارزې په لاره کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته