اقتصاد

له دې وروسته دبريښنا دبل صرفيه دموبايل له لارې تحويليږي .

کابل _باختر  دغبرګولي دوه ويشتمه :
دموبايل تيلفون له لارې  دبريښنا دصرفيې دتحويلولو کار نن په بريښنا رياست کې پرانستل شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دپښتني بانک رييس داتصالاتو دمخابراتي شرکت تجارتي رييس ، دامريکا دپرمختيا دنړيوالې ادارې استازي او ځينو دولتي مسوولينو پکې ګډون کړي و ، دبريښنا شرکت لوى رييس عبدالرزاق صمدي ددغه پروګرام دتطبيق هدف دبريښنا دصرفيې په ترلاسه کولو او تحويلولو کې داسانتياو برابرول وبلل او زياته يې کړه چې دغه پروګرام دبريښنا مشترکينو ته ددې فرصت برابروي چې دوخت له ضايع کيدو اوبانکونوته له مراجعې پرته  داتصالاتو  مخابراتي شرکت ته ديو پيغام په ليږلو سره دبريښنا دبل دصرفيې پيسې له کور ، دفتر ياله بل هرځاى څخه تحويلې کړي .
دبريښنا دموسسې لوى رييس دهغه تفاهم ليک له مخې چې څه موده مخکې داتصالاتو له مخابراتي شرکت سره لاسليک شوې وه  موږ نن په دې برخه کې لومړۍ ګام واخيست چې هغه هم دموبايل له لارې دبريښنا دصرفيې تحويلول دي .
  صمدي زياته کړه ،دغه پروژه دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې  په تخنيکي همکارۍ په لومړي پړاو کې  په کابل کې  دبريښنا دسلو زرو مشترکينو لپاره عملي کيږي .
ده دغه راز زياته کړه چې دبريښنا شرکت به په يو وخت کې دڅوکلونو لپاره هم دبريښنا دصرفيې ټول بلونه مشترکينو ته وليږي چې خلک خبر شي .
دغه راز په دې غونډه کې دبريښنا موسسې تجارتي مرستيال ميرويس عالمي دپشتني  بانک رييس ډاکتر احمدشاه زمانزي ، داتصالاتو  دمخابراتي شرکت تجارتي رييس  ډاکتر علي اصغر زاده دامريکا دمتحده ايالاتو  دپرمختيايي پروګرام استازي او څو تنو نورو دموضوع په باب خبرې وکړې .
دبريښنا شرکت مسوولين  وايي ټاکل شوې ده په هرات ولايت کې دسيم کارتونو دويشلو بهير په نږدې راتلونکي کې پيل شي او تراوسه پورې داتصالاتو سل زره سيم کارتونه په خلکو ويشل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته