سیاست

د هرات مشرانو او مخورو د حکومت د زیربنایي پروګرامونو هر اړخیز ملاتړ وکړ

کابل باختر دکب پنځمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني هرات ولایت ته د خپل سفر په دریمه ورځ نن له غرمې مخکې د هرات ولایت مشرانو او مخورو سره وکتل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د دې کتنې په پیل کې د هرات ولایت یو تن مشر انجنیر منورشاه بهادري جمهور رئیسی غني ته په هرات کې د ټاپي پروژې د کار د پرانیستې مبارکي وویله او په دې برخه کې یې د هغه د کوښښونو قدرداني وکړه. هغه زیاته کړه، تاسو هر ځل هرات ته د سفر پرمهال هراتیانو ته ښه زېری لرلی.
نوموړي د لویو زیربنایي پروژو په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې د امنیت د تامین په برخه کې د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو مننه وکړه وې ویل، ټاپي ملي پروژه د افغانستان لپاره برخلیک  ټاکوونکې ده او موږ هیڅ وخت هم دښمنانو ته د زیربنایي پروژو د اخلال اجازه نه ورکوو.
هغه د قانون پر حاکمیت او پر ټولو د یو ډول تطبیق په ټینګار وویل، خلک د قانون د حاکمیت په برخه کې د حکومت له برنامو سره همکار دي. هغه همدارنګه له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د هرات ظرفیتونو څخه په حکومت کې استفاده وکړي.
محمد شریف مجددي د ساداتو په استازیتوب د افغانستان د اقتصادي هوساینې لپاره د جمهور رئیس د کوښښونو مننه وکړه وې ویل، مورانکارو او مغرضینو ته به اجازه ورنه کړي چې د زیربنایي او انکشافي پروژو خنډ شي. هغه جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، تاسو مقتدر سیاستوال یاست او ستاسو رغنده طرحې د هېواد د اقتصادي وضعیت د بدلون لامل شوي او خلک د دې طرحو هر اړخیز ملاتړ کوي.
وروسته حاجي محمد عارف اسحاقزي د کوچیانو په  استازیتوب خبرې وکړې او ټاپي پروژه یې د افغانستان د خلکو او سیمې لپاره  ارزښتناکه وبلله او له دغه ډول پروژو څخه یې ملاتړ اعلام کړ.
نوموړي د کوچیانو د زده کړو په اړه مشخص وړاندیزونه وکړل او د جنوب لویدیځ حوزې کوچیانو لپاره یې د یوې لېسې جوړولو غوښتنه وکړه.
د هېواد جمهور رئیس د هرات د خلکو په ځانګړي ډول د مشرانو او مخورو د ملاتړ مننه وکړه او د هرات خلکو ته په خطاب کې یې وویل، تاسو د قانون حاکمیت ته ژمن یاست. د هرات له ټولو اوسېدونکو څخه یې د حکومت د اقتصادي پروګرامونو له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس د هېواد ملي ګټو ته په اشارې وویل، د افغانانو تر منځ تفرقه څای نه لري او هیچاته د خلکو تر منځ د تفرقې اچولواجازه نه ورکوي. افغانستان د چا هدیه نه ده او ملي یووالی د افغانستان ټول ملت او د هرات خلکو په سرښندنو ګټلی او ساتلی دی. هغه زیاته کړه،زما رېښه زما خلک دي او زما اراده زموږ د خلکو لارې پورې اړه لري.
جمهور رئیس د کوچیانو د غوښتنې په اړه وویل، د کوچیانو لپاره ښوونځي جوړېږي او اولادونو ته یې د ښوونې او روزنې لازم شرایط برابرېږي،پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته