امنیت

دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار د پرمختيايي شورا رييس د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو .

کابلباختر دسنبلي٢٣
دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو ښار د پرمختيايي شورا رييس د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو .
د سمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ د جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال غلام محمد زلمي باخترآژانس ته وويل: دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو دګل قشلاق د کلي دملي پيوستون دپروګرام دپرمختيايي شورا رييس سکندر د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف په ډزو سره ووژل شو .
د زلمي دڅرګندونو له مخې: ناپيژندل شوي وسله وال کسان دسکندر کورته ننوتل او دى يې شهيدکړ.
په همدې حال کې سمو نوال زلمي دغه وژنه د شخصي او قومي دښمنۍ زيږنده بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته