کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
يو جعلکار د ٥٠٠ زرو افغانيو له جعلي نوټونو سره په کابل کې ونيول شو.
د ملي امنيت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د کابل ښار د اتمې ناحيې اوسيدونکي بابرى چې غوښتل يې د ٥٠٠ زرو افغانيو جعلي نوټونه تبادله کړي؛ له دغو پيسو سره لاس په لاس د کابل ښار په مربوطاتوکې ونيوه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ