فرهنګ

د رسنيو د عالي شورا طرزالعمل تصويب شو

کابل باختر  چنګاښ دمياشتې ١٢نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ        په مشرۍ نن د رسنيو دعالي شورا غونډه جوړه شوه .
د باختر آژانس د خبرله مخې :
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرستې څرګنده کړه چې دغه طرزالعمل هر اړخيز دى او د رسنيو دعالي شورا ټول کارونه د رسنيو دقانون له مخې مشخص او د هغه د تطبيق زمينه برابروي .
دغه راز په دې غونډه کې د رسنيو دعالي شورا د طرزالعمل مسوده د تقنين او پاليسۍ په چاروکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سلاکار دلاور نذير زوى  له خوا وړاندې شوه  .
د رسنيو د عالي شورا غړو له بحث وروسته دغه طر زالعمل په  ٧ فصلونو او ٥٦ مادو کې تصويب کړ.
دغه راز په دې غونډه کې د ټوليزو رسنيو د پاليسۍ په مفرداتو چې د تقنين او پاليسۍ په چاروکې داطلاعاتو او فرهنک وزارت د سلاکار له خوا برابر شوي و،  خبرې وشوې او د تائيد وړ وګرځيدل.
دغه راز په غونډه کې پريکړه وشوه چې په راتلوونکي غونډه کې دې د دغې پاليسۍ په مسودې خبرې وشي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته