نړۍ

په مصر کې دچاودنې له امله څوارلس تنه ووژل شول.

قاهره ډان    باختر دمرغومې دمياشتې ٣
دمصر په شمال کې دالمنصوره  ښار دپوليسو په يوه  اډه کې په  يوه  ليږدونکې واسطه کې د ځاى پرځاى شويو بمونو د چاودنې له امله نن څه ناڅه څوارلس تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه  نور ټپيان شول .
د ډان دخبري سايټ دخبرله مخې :  دغه چاودنه  ډيره قوي وه چې د ودانۍ ديوې برخې د نړيدو سبب شوې  ده .
دامنيتي خبرځايونو  د څرګندونو له  مخې :   د دغې چاودنې د سر  دروند زيان دپوليسو افسرانو او افرادو ته اوښتى دى  او دچاودنې غږ په نږدې شل کيلومترۍ واټن کې  اوريدل  شوى دى  او دشاوخوا ودانيو پنجرې ماتې شوې دي  .
په رارسيدلو  خبرونو کې ويل شوي دي چې دمصر دپخواني جمهور رييس محمد مرسي دحکومت له راپرځيدو وروسته دمصر په ګوټ ګوټ کې څه دپاسه سل تنه امنيتي ځواکونه  وژل شوې دي .
د خبري منابعو دخبرله مخې :  دمصر په شمال کې د نن سهار له چاودنې  وروسته ددغه هيواد حکومت د اخوان المسلمين ډله يوه تروريستي ډله وبلله.
ځينو عيني شاهدانو ويلي  دي چې په المنصوره ښارکې دپوليسو ودانۍ په وړاندې رامنځته شوى تاوتريخوالى  د دوو جلا جلا چاودنو زيږنده دى خو دمصر امنيتي مامورينو په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته