امنیت

امریکايي هوايي ځواکونو په ننګرهار کې د داعشیانو پر سنګر برید کړی دی

کابل / د وږي ۶ / باختر
په ننګرهارکې د داعشیانو پر یو پټنځی تېره شپه امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید کړی او له منځه یې وړی دی.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د کابل هوايي ډګرته څېرمه له ځانمرګو بریدونو وروسته امریکايي بې پیلوټه الوتکې په ننګرهار کې د داعشیانو پر یوپټنځی برید کړی دی.
د امریکا د اردو په خبرتیا کې راغلي دي چې په دغه برید کې څو داعشیان وژل شوي دي.
دغه برید د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د داعشیانو د ځانمرګو بریدونوپه غبرګون کې ترسره شوی دی.
د امریکا جمهور رییس جوبایډن د کابل چاودنو په غبرګون کې د داعش ډلې ته خبرداری ورکړ او د متحده ایالاتود وسله والوځواکونو قوماندانانو ته یې لارښونه کړې چې د خراسان داعشیانو د مشرتابه پر مرکزونو او تاسیساتو د بریدونو لپاره عملیاتي طرحې برابرې کړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته