امنیت

په شاجوی ولسوالۍ کې يو افسر د غلچکي برید ښکار شو

قلات باختر د مرغومې ۱۰ مه
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې يوه پولیس په خپلو همسنګرو برید کړی چې له امله يې دوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د شاجوی ولسوال محمد وزیر جوادي د باخترا ژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دغه ولسوالۍ کې يو تن پولیس په خپلو ملګرو وسله وال برید کړی چې له امله يې يو افسر شهید شوی او يو تن پولیس ټپي شوی دی.
هغه زیاتوي چې برید کوونکي د پولیسو له لوري نيول شوی او دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې مخکې د قندهار ولایت په ميوند ولسوالۍ کې هم يو نفوذي پولیس په خپلو همسنګرو برید کړی ووچې، له امله يې پنځو تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته