کابل باخترد وري دريمه :
دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې ديرش تنه سرغړونکي دهرات دپوليسو له خوا دجنايي جرمونو دترسره کولو په تور ونيول شول .
دهرات ولايت امنيه قوماندان جنرال روزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دترور ، تښتونې ، غلا ، تروريستي فعاليتونو او دنشه يي توکو دساتنې او قاچاقو په تور نيول شوي دي .
جنرال روزي وويل چې همدا اوس کابو پنځلس تنه دغه کسان دپوليسو تر څارنې لاندې دي .
ده وويل دهرات پوليس په هيڅ راز شرايطو کې هيچا ته دغير قانوني فعاليتونواجازه نه ورکوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ