امنیت

طالبانو د تیورې ولسوالۍ په يو شمېر پوستو بريدونه وکړل

فیروز کوه باخترد چنګاښ دمیاشتې ۲۶ مه
وسله والو طالبانو تېره شپه د غور ولايت د تيورې ولسوالۍ په نیلي سيمه کې د ملي او سيمه ېيزو پوليسو په يوشمېر پوستو بريدونه کړي چې له امله يې د يو تن پاڅون کوونکی په ګډون پنځه تنو ملي پوليسان شهيدان شوي دي.
د غور ولایت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر دوهم څارن محمد اقبال نظامي باختراژانس ته وویل چې په دغو نښتو کې وسله والو مخالفينو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زیاته کړه چې نښته اوس هم دوام لري او تر دې دمه د وسله والو مخالفينو ديارلس تنه وژل شوي او نهه تنه نور یې ټپيان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته