سیاستخبرونهTOP

د سیاسي کمېسیون په نوبتي غونډه کې له نړۍ سره د افغانستان د ورستیو اړیکو ارزونه وشوه

کابل، د وري ۱۳مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون نوبتي غونډه پرون د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه غونډه کې له سیمې او نړۍ سره د افغانستان د وروستیو اړیکو تر ارزونې وروسته په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت د لا پرمختګ په هکله نظرونه شریک شول.

په غوڼده کې د یو شمېر سیاسي مسايلو د حل او ښه والي په موخه پر ګډو هڅو ټینګار وشو او له سیمې او نړۍ سره د متوازن سیاست پر بنسټ د اسلامي امارت پر رغنده او مثبتو اړیکو ټینګار وشو.

د سیاسي کمېسیون غړو همدارنګه د یو لړ موضوعاتو په هکله پرېکړې وکړې او د راتلونکو ناستو اجنډا هم مطرح شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته