سیاست

تبصره

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
وروستيو  سيمه ئيزو پرمختياو  او بدلونونو چې په نويو  ائتلافونو سره رامنځته شوي دي  په مرکزي اسيا او منځني ختيځ کې حالات پيچلي کړي دي په داسې حال کې چې  داوسنيو شخړو اوناخوالو حل کول سياسي  منطق ته اړتيا لري نه ائتلاف  او دپوځي  ليکو جوړولو ته.
  دباختراژانس مبصر ليکي:  نن نړۍ  په تيره بيا مرکزي اسيا او منځنۍ ختيځ  دداسې ناوړو پرمختياو اوبدلونونو ډګر دى چې کيداى شي  دسيمې هېوادونه زيانمن کړي له ليبيا څخه نيولې دسوريې او عراق  ترستونزو اوبحرانونو پورې ، داعش اوطالبان  په افغانستان او پاکستان کې ناامنۍ ، دپناه غوښتنې ستونزې هغه ځنځيري  ستونزې دي چې دمرکزي اسيا او دمنځني ختيځ ملتونه او خلک کړوي  چې پيچلى  حالت يې پيدا کړى دى چې اغيزې  يې نن اروپا او امريکا ته متوجه شوي دي او نښې نښانې يې په بشپړ وضاحت سره په اروپايي او امريکايي هېوادونوکې تر سترګو کيږي او دا ښيي چې نړۍ اوسيمه نور دنورو ستونزواوبحرانونو زغم او حوصله نه لري خولکه څنګه چې ليدل کيږي چې په منځني ختيځ کې نور ناوړه بدلونونه درامنځته کيدوپه حال کې دي چې دځينو سياستوالو دناروغو سياستونو  او دسياسي  لنډپاريو اوياهم دهغو سترو قدرتونو او هېوادونو داستخباراتي  پروګرامونو زيږنده دي چې داسلام  له دايرې څخه بهر دي .
نن ورځ په منځنۍ  ختيځ کې دبحران اوشخړو هيولا دپراختيا په حال کې ده چې دسترو ناخوالو درامنځته کيدو سبب  به شي .
دغه هيولا به له جګړې څخه ستړى او په بحران کې لتاړ افغانستان هم زيانمن کړي
په دغه  شان نازکو حالاتو کې دائتلافونو جوړول په خپله دبحران دسختوالي او نويو پوځي ليکو دجوړولو مانا لري چې اوسني حالت ته معقول او سم ځواب نه دى . اوسني شرايط او حالات مدبر ، منطقي  او معقول  سياست غواړي .
دافغانستان خلک چې څه دپاسه درې لسيزې يې ډول ډول  بهرنۍ لاسوهنې او تيري زغملي دي او دسترو اوسيمه ئيزو قدرتونو په لوبو کې  زيانمن شوي دي له ټولو څخه زيات په اوسني حالت  پوهيږي او هيله لري اوسنۍ ناخوالى چې په سيمه کې  واکمن دى ډير ژر حل شي .
هيله ده چې دمعقولې  ديپلوماسۍ  نه دکاذبې دروازه پرانيستې وساتل شي او ټولې مسئلې په هغې کې په دقيق او سنجول شوي ډول حل شي او سليم عقل داحساساتو اوسرتمبګيو  ځاى ونيسي چې ثبات او ټيکاو واکمن شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته