امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧نيټه :                                                                     
څوارلس تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې  ووژل شول .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي  دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان  د دغه ولايت  د  دادوخيلو اوپورک  په مربوطاتو کې  دافغان پوځيانو په  هوايي اوځمکنيو بريدونو کې ووژل شول.
احمدزي زياته کړه ؛ په دغو عملياتو کې د دښمن ديوه مهم  قوماندان په ګډون نهه تنه نور وسله وال طالبان  ونيول شول .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته