امنیت

اته ډار اچوونکي په فراه کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي ١٢مه :
په فراه کې په هوايي بريد کې تېره شپه  اته ډار اچوونکي ووژل شول .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه بريد دفراه دپشت کوه ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو په سنګرونودناتو دالوتکو  ترسره کړ چې اته ډار اچوونکي ووژل شول اويوشمېر يې ټپيان شول او ددوى څو سنګرونه له يوې اندازې جنګي وسايلو سره ويجاړ شول .
ديوبل خبرله مخې، دفراه په مرکز  دقلعه زمان په  کلي  کې دپوليسو او ډاراچوونکو ترمنځ نښته کې درې پوليسان ټپيان شول .
دفراه دامنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب وويل چې دپوليسو دغه منسوبان دډار اچوونکو په ناڅاپي بريد کې برسيرن ټپيان شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته