کابل باختر د تلې دولسمه :
د کابل ښار دلسمې ناحيې په مربوطاتوکې نن سهار د چاودنې له امله يوتن شهيد او دوه تنه نور ټپيان شول .
دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال نجيب الله دانش دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه په يو بايسکل کې د چاوديدونکو توکو دچاودنې زيږنده ده چې له لرې واټن څخه کتروليده چې د کابل ښار د لسمې ناحيې د چار قلعه په ساحه کې د ملي اردو يو رنجر موټر په نښه کړ چې له امله يې دملي اردو يو سرتيرى شهيد او دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ