امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون دقندهار او زابل په ولايتونوکې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل .
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: امنيتي ځواکونو دقندهار ولايت په نيش او دزابل ولايت دشاجوى ولسواليو په مربوطاتو کې يولړ عمليات ترسره کړل چې له امله يې  دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه راز دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ او خاکريز او دزابل ولايت  دشملزو اوشاجوى  په ولسواليو کې يوولس ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته