فرهنګ

په فرهنګي برخه کې دهمکارى تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر د سلواغې دويمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري  نن  دامريکا دمتحده ايالاتو دشيکاګو پوهنتون  دختيځ پيژندنې انستيتوت  دپروژو له ستر سلاکار سره  دهمکارى تفاهم ليک  په کابل کې لاسليک  کړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه تفاهم ليک له مخې ،  دامريکا دمتحده ايالاتو دشيکاګو انستيتوت  ماهران دتاريخي اثارو  دساتنې وقايې او ترميمولو په لاره کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي موزيم او لرغونپوهنې کارکوونکو ته  مسلکي زده کړه ورکوي  .
ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې  په داسې حال کې چې دملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي هم حاضر و ،  پوهاند باوري وويل  چې افغانان  دنړۍ له ټولو هېوادونو په تيره بيا  دامريکا له متحده ايالاتو سره  دفرهنګي اړيکو  دتامينولو علاقمند دي .
ده زياته کړه موږ غواړو  چې په بېلابېلو برخو په تيره بيا په فرهنګي برخو کې  دامريکا دمتحده ايالاتو  له همکاريو څخه  ګټه واخلو . او له افغانستان سره فرهنګي همکارى  په حقيقت کې  دنړۍ له فرهنګ سره  همکاري ده .
دغه راز په دې مراسمو کې  دامريکا دمتحده ايالاتو دشيکاګو پوهنتون  د ختيځ پيژندنې انستيتوت دپروژو سترسلاکار داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره ددغه بنسټ  دزياتو همکاريو  ډاډ ورکړ .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته