امنیت

درې پوځیان په ننګرهارکې شهیدان شول

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په ننګرهارکې درې پوځیان د ماین په چاودنه کې شهیدان شول.
د رارسېدلي خبرونو له مخې: ماین د دغو پوځیانو د سپرلۍ په موټر کې ځای پرځای شوی و او په جلال آباد ښارکې چاودېد.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي باختر آژانس ته وویل چې په چاودنه کې درې پوځیان شهیدان شوي دي.
تر اوسه پورې د دې ماین ښخونې مسولیت هېچا نه دی منلى.
د ننګرهار پولیس وایي چې د پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره هڅې روانې دي. ختم/ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته