امنیت

دننګرهار دغنی خیلو ولسوالی په مربوطاتو کی(1)بوری چاوديدونکى توکی ترلاسه شول .

کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ٦مه
وسله والوطالبانوپلان درلود چی دننګرهار ولایت دغنی خیلو ولسوالی دفرش آب په اړوندوسیموکی دورانکارو کړنو په موخه(1)بوری چاودیدونکی توکی (16) ریموټ کنټرول (20)متره چاوديدونکى فليتې(5)کیلونورچاوديدونکى ځای پرځای کړی چی دغه توکی دلوی لاری په اوږدوکی ځای پرځای کړی وو چی ملکی او نظامی وسایط په نښه کړی او له نیکه مرغه دڅلورمی پلی لوا ددوهم کنډک دکشفی ارګانونوپه هلو ځلو دیادکنډک امنیتی ځواکونولاس ته ورغلی دی.
وسله وال مخالفین او ټولی تروریستی ډلی په قصدي توګه په لویولارو اودملکی خلکوپه ګڼه ګوڼه کی هیوادوالوته مرګ ژوبلی اړولو ، ویره او وحشت خپرولوپه موخه چاودنی ترسره کوي خودفاعی امنیتی ځواکونه شپه او ورځ هلی ځلی کوي چې ددوی شوم پلانونه شنډ اوهیوادوالوته مودامن فضابرابره کړي.پاى-پاى-فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته