کابل باختر د غبرګولي ۱۶
څلور تنه وسله وال طالبان پرون د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد حنیف رضایي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د چمتال ولسوالۍ د شش پيکال په کلي کې د غوڅ ملاتړ د هوایی قوتونو په هوایی برید کې ووژل شول .
رضایي زیاته کړه چې په دغو هوایی عملیاتو کې د دښمن یو کړندى موټر هم ویجاړ شوی دی .
سعیده
0 د یوې دقیقې څخه لږ