امنیت

تبصره

کابل باختر د لړم دريمه :
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ناجيانو او د ملي ګټو د ساتندويانو په توګه عمل کوي او د هغوى تلپاتې کارنامې او حماسې به د ننني نسل او راتلوونکو نسلونو لپاره د ميړانې او سرښندنې درس وي .
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه چې د هېواد له ميړنيوبچيانو څخه جوړ شوي دي او د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې ژمنه لري چې د ملي ارزښتونو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي خپلواکۍ دفاع وکړي او د جنايتکارو بانډونو په وړاندې چې دهېوادوالو دټولنيز مصوونيت په وړاندې ګواښ دى؛ مقابله وکړي او په پاى کې د دغه هېواد د انسان د دفاع په لاره کې خوب په ځان حرام بولي او په ډيرو سختو شرايطوکې او په ډيروکمو امکاناتو سره په ډيرو سترو حماسو او کارنامو لاس پورې کوي .
د وروستيو دوو کلونو او په تېره بيا د تيرو دوو مياشتو بدلونونو او انکشافاتو د دغه هېواد مدافعان له ډير سخت آزمايښت سره مخامخ کړي دي. بهرنيو استخباراتو د افغانستان  د خلکو په وړاندې د غرضي پروګرامونو په  پراختيا او د تروريستي ډلو په جوړولو سره سختې هلې ځلې وکړې چې له يوې خوا په هېواد کې د جګړې جغرافيا بدله او د امنو ولايتونو سيمې نا امنې کړي.
د دې ترڅنګ زياتې هلې ځلې وشوې چې د کويټې شورا، طالبان له پاکستان څخه افغانستان او په مشخصه توګه د هلمند ولايت ته وليږدوي .
تروريستي ډلو چې د سيمې د استخباراتو ګوډاګيان دي؛ په همدې موخه يې جګړه د هلمند، فراه او د روزګان په ګډون د يوشمېر ولايتونو مرکزونو ته ورسوله او آن د کندز ښار ځينو سيمو ته په ننوتو بريالۍ شوې. خو دغه ټول پروګرامونه زموږ د دغو امنيتي او دفاعي ځواکونو په ميړانې او سرښندنې سره په اوبو لاهو او په هيڅ بدل شول .
  وسله والو طالبانو نه يوازې د دغو ولايتونومرکزونو ته د رسيدو خوب له لاسه ورکړ؛ بلکې په ځمکې  ولويدل او د هغوى په ماتې سره د پرديو استخباراتو زياتره پروګرامونه هم شنډ کړى شول.
د دفاعي ځواکونو ترڅنګ زموږ د کشفي او امنيتي  بنسټونو ميړنى منسوبين هم د قدر وړ برياليتوبونه لري. په دې وروستيو وختوکې د افغانستان د ملي امنيت ادارې ويلي دي چې د روان هجري لمريز کال په بهيرکې  اووه جنايتکار او انسان تښتوونکي بانډونه په کابل کې ځپل شوي دي .
دغه بانډونه د پانګه والو، صنعت کارانو، مخورو شخصيتونو او په ټوليزه توګه د خلکو او ټولنې پرخلاف بالقوه ګواښ وو چې د دغو جنايتکارو بانډونو په له منځه وړلو او ځپلو سره د جنايي فعاليتونوپه حجم کې د يادونې وړ کمښت راغلى دى.
دغه راز ملي پوليسو د دې ترڅنګ چې د هېواد په کليو، بانډو او ښارونوکې د خلکو د آرام ژوندانه او مصوونيت  دفاع کوي او له تروريستانو سره د جګړې په لومړۍ ليکه کې دي؛ د جنايت د عاملينو په وړاندې هم دريدلي دي او د روان هجري لمريز کال په بهيرکې په لسګونو تنه په جنايي فعاليتونو او د عامه حقوقو په زيانمن  کولوکې د لاس لرلو په تور  نيول شوي دي. دا ټول د دې څرګندوى دي چې د هېواد امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ناجيانو په توګه عمل کوي، دوى په ميړانې او زړورتيا سره د خلکو د عزت او شرف په دفاع کې د ډار اچوونکو په وړاندې ولاړ دي .
له دې امله بايد د هر سبوتاژ او سرغړونې په وړاندې چې د دغو ځواکونو پرخلاف ترسره کيږي؛ ودريږو او د هېواد له دفاعي، کشفي او امنيتي ځواکونو سره وګړنى ملاتړ پراخ کړو او په دې ترتيب د دغو ځواکونو د خدمتونو قدرداني وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته