خبرونهسیاستTOPټولنه

د ګوانتانامو له زندان څخه عمان ته انتقال شوي ۲تنه افغان بنديان له بند څخه ازاد او سبا به خپل هېواد ته راستانه شي

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
دوه تنه افغانان، چې له کلونو راهيسې د امریکا په زندانونو کې بنديان وو، د اسلامي امارت له پرلپسې هڅو وروسته ازاد او سبا به خپل هېواد ته راستانه شي.
د کورنیو چارو وزارت د وياند مفتي عبدالمتين قانع په وينا په دغو کسانو کې ملا عبدالظاهر صابر او عبدالکریم شامل دي.
د قانع د معلوماتو له مخې مولوي عبدالظاهر صابر، چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی په ۲۰۰۲م کال د مې پر ۱۰مه د امريکايي ځواکونو او عبدالکریم، چې د خوست ولايت اوسېدونکی دی د ۲۰۰۲م کال د اګسټ پر ۱۴مه د پاکستان حکومت له خوا نیول شوی او امریکايي ځواکونو ته تسلیم او له هغې وروسته، ګوانټانامو زندان ته لېږدول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې ياد کسان له ۲۰۱۷ م کال راهيسې په عمان هېواد کې تر څار لاندې او د سفر له اجازې پرته تېر کړي دي.
ټاکل شوې، چې دغه دواړه افغانان سبا سهار خپل هېواد ته راستانه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته