امنیت

په کندز کې ددريو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
  درې تنه ډار اچوونکي پرون دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ووژل شول .  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي ددغه ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په بلول ساحه کې دملي اردودمنسوبانو په کمين کې  ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې ، دوه تنه ډار اچوونکي دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ په قفلاطون  ساحه کې له افغان پوځيانو سره  په نښته کې ووژل شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته