سیاست

د آلمان جمهور رييس دافغانستان دنوي جمهور رييس دکار دپيل مبارکي وويله

برلين – دويچه وله – باختر د تلې دمياشتې ٨
د آلمان جمهور رييس يو آخيم ګاوک، دافغانستان دنوي جمهور رييس په توګه د ډاکتر اشرف غني احمدزي دکار دپيل له امله ده ته مبارکي وويله.
دباختر آژانس دخبرله مخې: ګاوک دخپلې مبارکى په پيغام کې وليکل:  افغانستان تير کال د زياتو بدلونونو ډګر و.
له هغه وروسته چې ددغه هيواد امنيتي ځواکونو په يواځې توګه امنيتي مسووليتونه په غاړه واخستل؛ دجمهوري رياست انتخاباتو په سوله ييزه او ديموکراتيکه توګه دقدرت دليږدونې لپاره لاره آواره کړه.
د آلمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير هم اشرف غني ته دمبارکى په ويلو سربيره دغه راز دافغانستان دحکومت نوي اجراييوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته د دغه مقام له امله مبارکي وويله.
شتاين ماير دخپلې مبارکى په ليک په افغانستان کې د يو تاريخي بدلون خبره کړې ده .
د آلمان دبهرنيو چارو وزير له دې سره جوخت له افغانستان سره د خپل هيواد دمرستو د دوام ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته