امنیت

لس وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لړم ٨مه / باختر
لس وسله وال طالبان په روزګان کې په هوایي بریدونوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه د دهراوود ولسوالۍ او ترینکوټ ښار په ځینو برخوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په بریدونو کې د طالبانو یو پټنځای او دوه موټرونه له منځه یوړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
په روزګان کې د څو چاودنو مخه ونیول شوه.
د روزګان پولیسو د دغه جنوبي ولایت په ګڼ مېشتو لاروکې ۱۲ ماینونه کشف او شنډ کړل.
وسله وال طالبان، د دغو ماین ښخونو عاملین بلل شوي دي.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته