کابل باخترد جوزا دمياشتې ١١ :
د طالبانو د ډلې يو قوماندان صفت الله چې په ترابي مشهور و؛ له دوو تنو نورو طالبانو سره په ميدان ورد ګو ولايت کې ووژل شو.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاوالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل :
صفت الله هغه وخت ووژل شو چې غوښتل يې د ميدان ښار _ چک ولسوالۍ په لاره کې د وسايطو ضد څوماينونه ښخ کړي چې ماين وچاوديد اوهغه يې وواژه. په دې چاودنه کې دوه تنه نور وسله وال طالبان هم ووژل شول.
خوږياڼي زياته کړه: دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نورطالبان ټپيان شول چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دغه راز دميدان وردګو ولايت پوليسو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د جلريزولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسايطو ضد يوولس ماينونه کشف اوشنډکړي دي.