ټولنه

په روزګان کې د درې کليوالي سړکونو د جوړولو د کار پيل

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په روزګان ولايت کې د درې کليوالي سړکونو  د جوړولو کار پيل شو .
ټاکل شوې ده دغه سړکونه د ترينکوټ ښار په شمال کې د سختو لارو په سيموکې جوړ شي.
  په روزګان ولايت کې يوه سيمه ييز مسوول باختر اژانس ته وويل چې دغه سړکونه د شپږ متره په سور او څلور زره متره په اوږدوالي جوړيږي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې، د دغو سړکونو جوړول بازار ته د سلګونو کليوالو تګ راتګ آسانه کوي
  اوس دغه کليوال د مناسبې لارې د نه شتون له امله مجبور دي چې بازار ته دتګ په خاطر زياته لاره ووهي. د دغو سړکونو د جوړولو کار به شپږ مياشتې دوام ومومي.
ختم_  فرشته _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته