امنیت

په پروان کې دپنځو پروژو دجوړولو کار پيل شو

کابل/ دتلې درېيمه/ باختر:  
په پروان کې دپنځو پرمختيايي پروژو کارپرون  پيل شو.
دپروان دکليودبيارغاونې او پراختيا رييس انجينرجانمحمدحکمتجو د باخترآژانس  خبريال ته وويل : په دغو پروژو کې د ١٢کيلومترو په اوږدوالي دسړک جوړول او قيرکول ، د٢٨ متروپه اوږدوالې دپله جوړول شامل دي چې دپروان په مرکز اودجبل السراج او دسالنک په ولسواليو کې ددولت له بودجې څخه د ١٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت تطبيقېږي چې په تطبيقولو سره يې  ٣٩٠٠ کورنيو ته اسانتياوې برابرېږي.
دپروان والي فضل الدين عيارژمنه وکړه چې ددغو پروژو دامنيت دتامينولو په خاطر له هيڅ راز همکارۍ څخه ډده نه کوي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته