سیاست

هيچا ته به په ادارو کې د لاس وهنې اجازه نه ورکول کيږي

کابل باختر دسلواغې دمیاشتې نهمه
پکتيا والي زلمی وېسا وايي، چې هيچا ته به په ادارو کې د خپلسریو او لاسوهنو اجازه ورنه کړي.
دغه څرګندونې د پکتيا والي د ولایتي ادارې د رئیسانو اونيزې غونډې ته د خبرو پر مهال وکړې. په غونډه کې د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد وويل چې تېر کال د ګردېز او ولسوالیو د ښاروالیو عوایدزيات شوي او هيله لري چې په راتلونکي کال کې به دغه عواید نور هم زیات شي.
د پکتيا پوهنتون رېیس داکټر سیدولي جلالزي وويل د دغه ولايت پوهنتون کې د فزیکي بیا رغونې تر څنګ د علمي پرمختګ لپاره هم ځانګړې پروکرامونه په پلان کې لري چې په عملي کولو سره به یې پوهنتون د هېواد او سیمې له پوهنتونونو سره سیالي وکړي.
د پکتيا دپوهنې سرپرست کوچي ځاځي وويل چې په ښوونځیو کې د انټرنټي اسانتیاوو برابرولو لپاره به له همکارو مؤسسو مرسته وغواړي او په راتلونکي کال کې به د ولایتي ادارې او پوهنې وزارت په مرسته د پکتيا د پوهنې ستونزې راکمې کړي.د پکتيا والي زلمي وېسا وويل ټول اداري مسؤلین دې پرته له کوم بهرني فشار څخه په خپلو ساحو کې کار وکړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د دوی په چارو کې مداخله وکړي.
ده زیاته کړه چې عالمان د دين ستنې دي او د دوی د حقوقو او په ټولنه کې رول ته په احترام سره باید ورته په ټولو ټولنيزو پروګرامونو کې بلنه ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته