کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٥ :
په هرات کې د فوټبال د لومړي لاس د سياليوپه دوام پرون مازيګر د آريانا او خراسان ټيمونو لوبه وکړه .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا د باخترآژانس خبريال ته وويل : په دې لوبه کې دواړو ټيمونو د يوه يوه ګول په وهلو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ د لسوټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي اوپه دوام يې سبا د نوايي او اماني ټيمونه لوبه کوي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ