سیاست

دبريتانيا صدراعظم دافغانستان دهلمند ولايت ته ورسيد.

 

لښکرګاه   باخترمرغومي دمياشتې  ١ :

ديويت کامرون دنوى ميلادي کال په درشل کې  دافغانستان په هلمندولايت کې له  خپلو ميشتو سرتيرو سره  دکتنې په مقصد دهلمند ولايت ته ورسيد.

دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى فريدفرهنګ باختراژانس ته وويل  دانګلستان صدراعظم  ديويت کامرون نن  دنوى ميلادي کال په درشل کې دهلمند ولايت ته ورسيد اوپه دغه ځاى کې يې دخپل هېواد له ميشتو پوځيانوسره وکتل.

ديويت کامرون په هلمند کې اعلام کړى دى، دى په پام کې لري چې د ٢٠١٣ ميلادي کال ترپاى پورې  خپل څه په دپاسه څلور زره تنه سرتيري له افغانستان څخه وباسي .

يوه اړونده خبرځاى وويل چې ديويت کامرون دهلمندله والي سره تيلفوني خبرې وکړې او ددغه هېواد په اوږدمهالو همکاريو باندې يې ټينګار کړى دى .

دغه راز کامرون په دغو تيلفوني خبرو کې  دهلمندوالي ته د کجکي او سنګين دولسواليو ترمنځ دسړک دترميمولو اوبيا جوړولو دکار دپيلولو ډاډورکړ.

ديادونې وړ ده  چې  دبريتانيا زياتره پوځيان په هلمندولايت کې ډيره دي .

وروسته دانګلستان صدراعظم له هلمند څخه داردن په نيت روان شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته