امنیت

د پروان په سياه ګرد کې طالبانوته د سر دروند زيان واوښت.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
څوارلس تنه وسله وال طالبان په پروان ولايت کې په  نوى نښته کې ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
په دې جګړه کې چې تيره شپه دسياه ګرد په ولسوالۍ کې ونښته دملي اردو دوه تنه
مسوولين هم  شهيدان شوي دي.
سيمه ييز مسوولين  دغه راز وايي د دغې نښتې په بهير کې وسله  والو طالبانو دتوغنديو په توغولو لاس پورې کړ چې يو توغندى  په يو کور ولګيد او له امله يې دوه تنه ماشومان   ووژل شول او دهغوى مور ټپي شوه  .
د  تيرې شپې جګړه  د غوربند د لارې په  اوږدوکې د سياه ګرد ولسوالۍ د واژغر
په سيمه کې هغه وخت ونښته چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو د ملي اردو، پوليسو او دناټو دځواکونو په کاروانونو بريد وکړ .
د پروان د والي ويندوى  عبدالوحيد صديقي باخترآژانس ته وويل چې ددغې  نښتې په بهير کې ديارلس تنه  وسله وال طالبان   ووژل شول او  درې تنه  نور يې ټپيان شول.
ده  دناټو ديو عسکر وژل کيدل او دملي اردو  د يو منسوب شهادت تاييد کړل .صديقي وويل :   د نښتې په بهير کې طالبانو  د توغنديو په توغولو لاس پورې کړ چې يو توغندى  داستوګنې په يو کور ولګيد چې دوه  تنه  دوه کلن او   درې کلن ماشومان يې ووژل او د هغوى مور  يې ټپي  کړه .
ويل کيږي  چې دملي اردو ، پوليسو او د ناټو ځواکونو دسيمه ييزو پوليسو د نويو واحدونو دکارونو د څيړنې په خاطر د سياه ګرد ولسوالۍ  ته  تللي  د چې د طالبانو له خوا  ورباندې  بريد وشو.
دسياه ګرد ولسوالۍ چې د غوربند دخلکو او دباميانو او  دايکندى د  ولايتونو دخلکو د  تګ راتګ  مهم  لاره  ده کله  ناکله   د  وسله والو طالبانو په    ګډون دتروريستي ډلو په شتون او فعاليت سره خونړيو تروريستي بريدونو  ډګر دى .
بم ايښودنه ، دملي وګړو  ترور او وژل او د طالبا نو د ډلې له خوا دهغو تښتول او وهل او ډبول  په دې  وروستيو کې زيات شوي دي .
سيمه ييزو مسولينو دمسافرو او دسيمې دخلکو پرخلاف د ګواښونو دکمښت او دترروريستي پيښو دمخنيوي په خاطر دسياه ګرد په لسګونو تنه ځوانان دسيمه ييزو پوليسو په توګه په پوځي واحدونو کې ځاى پرځاى کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته