ورزش

د افغانستان د کرکټ ټيم له ويست انډيز سره لوبه کوي

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٢ :
د هېواد د کرکټ ملي ټيم د ويست انډيز د کرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي.
دغه ٢٠ آوريزه لوبه د شنبې د ورځې د سهار په څلورو بجو د ويست انډيز د اس  ټي ګيتس ايالت د باستير ښار په لوبغالي کې ترسره کيږي .
د هېواد د کرکټ لوبغاړي له کوربه ټيم سره په شلو آوروکې درې لوبې او په پنځوسو آوروکې درې لوبې د ويست انډيز په بېلابېلو ښارونو او لوبغاړوکې ترسره کوي چې دغه لوبه به په ژوندۍ ډول خپره شي .
د هېواد د کرکټ ملي ټيم پرون د رسمي لوبو له پيل کيدو مخکې د ويست انډيز له ټيم سره د باستير ښار په لوبغالي کې يوه دوستانه لوبه ترسره کړه چې په دې لوبه کې د دولسو منډو په توپير سره بريالى شو.
د ويست انډيز د کرکټ ټيم د ٢٠١٦ ميلادي کال د کرکټ په نړيوال جام کې له افغانستان پرته د ټولو ټيمونو په ماتولو سره اتل شو او د لوبو د دغه پړاو جام يې ترلاسه کړ.
ويست انډيز د هغو ټاپوګانو مجموعه ده چې هره ټاپو خپل پايتخت لري.
ويست انډيز واحد او ګډپايتخت نلري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته