روغتیا

حامدکرزي : څوک چې غواړي ډاکتر شي بايد په خپل وجود کې دنورو په نسبت انسان ته دخدمت زيات احساس ولري

کابل باختر د ليندي شپږ ويشتمه
(  طبابت  دانساني خدمتونو يوه څانګه ده ، هغه څوک چې غواړي ډاکتر شي بايد په خپل وجود کې دنورو په نسبت انسان ته د خدمت زيات احساس ولري )
دغه ټکې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن له غرمې مخکې  په افغانستان کې دطبابت داخلاقو دلوړولو په لومړۍ ملي کنفرانس کې چې داماني ليسې  په تالار کې جوړ شوي و ،  څرګند کړ او زياته يې کړه :  په طبي اخلاقو کې د طبابت  محرميت ، دناروغ دراز ساتل ، له ناروغ او پايواز سره سم سلوک  ،  ناروغ ته  دکافي وخت ورکول او دهغه دخبرواوريدل او په  غوره اخلاقو سره  له ناروغ سره  سلوک اوچلند ، ډير مهم دى.
جمهور رييس له  هغو کسانو څخه  چې  دخپلو ناروغانو دپوښتنې لپاره  روغتونونو ته ځي هم وغوښتل  چې دروغتونونو نظافت ، آداب ، اصول او مقررات  رعايت کړي .
حامدکرزي  په دې ترڅ کې چې  له خصوصي روغتونونوڅخه يې وغوښتل چې روغتيايي اصول او مقررات  رعايت کړي  ،  هغې پيښې ته  په اشاري سره چې څه موده مخکې  په يوه  خصوصي روغتون کې رامنځته شوې وه  وويل : چې ددغه روغتون ډاکترانو هغه ناروغ چې دعملياتو په بهير کې له سختې وينې تللو سره مخامخ شوي و ، خوشي کړ ، او تښتيدلي دي .
جمهور رييس زياته کړه  که چېرې دغه پيښه سمه وي  نه يوازي  دطبابت  داخلاقو پرخلاف  ده  بلکې په ناروغ  ظلم دى او دعامې روغتيا وزيرې ته يې  لارښوونه وکړه چې دغه مسئله دې په جدي توګه  وڅيړي .
  حامدکرزي  په نننيو شرايطو کې  دطبابت دعلم ارزښت ته په پاملرنې سره  څرګنده کړه په طبابت کې پرمختګ او ترقي  وخت غواړي خو بيړه لرو چې ډير ژر په روغتيايي خدمتونو په تيره بيا  له هغو ژبو سره په بلدتيا کې ښه بنسټ کېږدو  چې دطبابت علم ورته اړتيا لري  او پرمخ ځي .
جمهور رييس وويل : نننۍ طبابت  او دناروغيو تشخيص په پرمختللو طبي ماشين  آلاتو او لابراتوار پوري اړه لري .  لابراتوار دطبابت په شان  اهميت او ارزښت لري او په دې  څانګه کې  هغه کسان چې په نړۍ  کې کار کوي  لوړه  مسلکي پوهه لري .
جمهور رييس  په نننۍ طبابت کې دلابراتوار  ارزښت ته  په پاملرنې سره وويل  يو شمير هغه ځوانان  چې دلابراتوار څانګې ته بريالي کېږي  فکر ونه کړي چې په ټيټ مسلک کې بريالي شوي دي  بلکې په ډيره مهمه څانګه کې برياليتوب ته رسيدلي دي . ځکه نن ورځ  ډاکتران له لابراتوار پرته  سم تشخيص نه شي کولي .
حامدکرزي  دهيواد دلوړو زده کړو له وزارت څخه وغوښتل  چې دلابراتوار څانګه  په اکاډميکي ساحوکې  شامله کړي .
جمهور رييس  دعامې روغتيا وزارت له چارواکو او دهيواد له ټولو روغتيايي کارکوونکو څخه وغوښتل چې په ټوله مانا خپلې دندې ترسره کړي .
  ده دټولو لپاره د طبابت  په اصولو او ددولتي او خصوصي روغتونونو په زياتې جدي څارنې باندې ټينګار وکړ .
  جمهور رييس  هيله وکړه چې افغانستان  وکولي شي په خپل لاس ډير ښه  لابراتوارونه او روغتيايي خدمتونه  ولري . او  ناروغان  دعلاج او درملنې لپاره  دهيواد بهر ته ديون لپاره  مجبور نه شي .
  ده وويل :  چې دافغانستان دخلکو دغه هميشني هيلې يوازي او يوازي ددې هيواد ځوانان  ترسره کولي شي .
  حامدکرزي وويل  هغه وخت زموږ دغه هيله ترسره کېږي  چې سرله نن څخه د ډاکتر او لابرانت  په توګه  زموږ دځوانانو دزده کړي لپاره اقدام وکړو .او هغوى  له هره پلوه  په علم  ، فن او ددغه مسلک  په نويو وسايلو  سمبال کړو .
دوينا په پاى کې دهيواد جمهور رييس  هغه افتخاري جايزه چې دعامې روغتيا وزارت  له خوا برابره شوې وه پوهاند ډاکتر سيد الف شاه غضنفر ته چې دطبابت په څانګه کې په تيره بيا  دځوانو ډاکترانو په روزنه کې يې  ستر خدمتونه کړي دي  ورکړه .
له دې وروسته به  کال په کال دعامې روغتيا وزارت داستاد غضنفر دجايزې په نامه  جايزه دطبابت دبرخې  هغو غوره کارکوونکو ته  چې ددغې جايزې  اهليت ولري  ، ورکړي . او ددغې جايزي دورکولو بهير نن په خپله له پوهاند ډاکتر سيد الف شاه غضنفر له خوا پيل شو .
  ديادونې وړ ده چې په دې غونډه کې  دملي شورا ددواړو مجلسونو رييسانو ، دعامې روغتيا وزيرې او يو شمير نورو وزيرانو ، دپارلمان  ځينو وکېلانو او په افغانستان کې دبهرنيو هيوادونو کورديپلوماتيکو استازو ګډون کړي  و .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته