سیاست

جمهور رئیس غني: نن ورځ زموږ د خلکو پخوانی ارمان ۴۰ کاله وروسته د هند په مرسته پوره شو

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ١٥ مه
ناریندرا مودي: دا بند یوازې برېښنا نه تولیدوي، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره خوشبیني او باور رامنځته کوي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي نن په هرات ښار کې سلما بند (افغان-هند دوستي بند) رسماً پرانیست او ګټه اخیستنې ته یې وسپاره.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دې بند د پرانیستې په مراسمو کې چې په هرات ولایت کې ترسره شول، جمهور رئیس غني د هند لومړي وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، د افغانستان د خلکو ، د هرات د خلکو، د چشت شریف د اوسېدونکو په استازیتوب او په ځانګړي ډول د هغو خلکو له لوري چې کورونه یې د افغان – هند دوستي سلما بند روښانوي او ځمکې یې په دغو اوبو ښېرازه کېږي په ځانګړي ډول له تاسو او د هند له مهربان ملت او پرتوان دولت څخه مننه کوم. جمهور رئیس زیاته کړه، نن ورځ زموږ د خلکو پخوانی ارمان ۴۰ کاله وروسته ستاسو په مرسته پوره شو.
جمهور رئیس د شهید سردار محمد داود خان روح ته چې څه دپاسه څلوېښت کاله وړاندې یې د دغه شکوهمند بند بنسټ کېښود، دعا وکړه او زیاته یې کړه، د هغو سرتېرو، افسرانو او انجینرانو ارواوې دې هم ښادې وي چې  خپل خوږ ژوند او ځانونه یې په دې لاره کې قرباني کړل.
جمهور رئیس غني وویل، چشت شریف په هندوستان کې اګره او ډهلي سره شپږ سوه کلن مناسبات لري. نن لازمه ده چې چشتیه، نقشبندیه، قادریه او سهروردیه طریقو او زموږ ټولو عرفاني مکتبونو ته توجه شي تر څو د دین هغه سوله ییزه څېره چې افراطیانو پټه کړې خپل روښانه حقیقت څرګند کړي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، هرات د لرغوني تاریخ،  علم دوسته او ادب پالو خلکو په لرلوسره لنډه دا چې  د دې ځمکې د سبا په لور د پروني او ننني افغانستان پرانیستې کړکۍ ده.
جمهور رئیس وویل، سلما بند د دې سیمې د زرګونه افغانانو کورونو ته خوښۍ ور وړله او همدارنګه په یویشتمه پېړۍ کې د هغه نوي مسیر په ترسیم کې اساسي رول لري،  چې نړۍ او زموږ سیمه ورته اړتیا لري.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان خلک هند د افغانستان د ملي شورا د باشکوه او ښکلې ودانۍ په اساس پېژني چې زموږ نوې ولسواکۍ ته د نړۍ د لویې ولسواکۍ پُرمانا او با ارزښته هدیه ده. د دلارام – زرنج د لویې لارې له مخې یې پېژني چې له انکشاف څخه د محرومو سیمو لپاره د سوداګرۍ د اتصال خط دی او اوس یې په سلما پېژني  چې زرګونو کورنیو ته د رڼا او ښادۍ سرچینه ده.
محمد اشرف غني وویل،له افغانستان  سره د هند په ټولو مرستو سربېره دې هېواد له دوه سوه څخه زیاتې لوی او وړې پروژې زموږ په هېواد کې ترسره کړې دي. د دې دوست هېواد په مرسته له ۱۷ زره څخه زیاتو افغان ځوانانو ته د زده کړې فرصتونه برابر شوي او دادی هند زموږ لپاره د روښنایي او ښېرازۍ په مانا دی.
جمهور رئیس وویل، نن د سلما بند په پرانیستې سره د هندوستان د لویو کمکي پروژو لومړی نسل بشپړېږي او هیله ده په مناسب فرصت کې د دغسې لویو پروژو د دویم نسل د پیل شاهدان واوسو.
جمهور رئیس غني  د ترهګري د ستونزې په هکله وویل، ترهګري د دې سیمو له لویو ستونزو څخه ده چې افغانستان له هغه سره د مبارزې په لومړي خط کې قرار لري. زموږ د سیمې اړتیا داده چې موږ د ترهګري مشترک تعریف ته ورسېږو او له هغه سره د مبارزې لپاره په مشترکه جبهه کې قرار ولرو، دا زموږ د ملتونو د ګډې رفاه لپاره یوازینۍ لاره ده.
جمهور رئیس په ټینګار وویل، موږ دوه هېوادونه د هغو برخلاف چې مهم هنر یې خرابول او د وراني د پیغام رسول دي د ابادولو دروند مسوولیت په غاړه لرواو بشپړ باور لرو چې د ابادي جبهه د ویراني په جبهه بریالۍ کېږي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، خپلې اوبه د نړیوالو قواعدو په رعایت مهارو تر څو د خپلو خلکو کورونه او ځمکې د سېلابونو له وراني څخه وژغورو. غواړو زموږ ځمکې چې له اوږدې وچکالۍ او خزان څخه رنځېږي تازه او ښېرازه شي.
جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان به دلته متوقف نه شي، موږ د ستونزو او ننګونو باوجود تصمیم لرو چې مخته حرکت وکړو. د دې خاورې هر بچی دا اراده لري. په همدې دلیل، سره له دې چې د دې هېواد زړور بچیان د ترهګري او افراطیت پر وړاندې قرباني او هره ورځ د دغه تحمیل شوي جنګ لوړ قېمت ورکوي، د انکشاف او ابادۍ په لور نوی ګام اخلو.
په دې مراسمو کې د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي هم خبرې وکړې او افغانستان ته د خپل دغه نوي سفر په اړه د خوښي څرګندولو په ترڅ کې یې وویل، د دې بند پرانیسته د افغانستان د پرمختګ په برخه کې یو بل لوی ګام دی . همدارنګه دا د افغانستان او هند احساساتواو فخر کې یوه تاریخي شیبه ده.
د هند لومړي وزیر له جمهور رئیس څخه د افغان – هند دوستي بند په نوم د سلما بند د نومولو له امله مننه وکړه او وې ویل، سیندونو د نړۍ لوی تمدنونه رامنځته کړي د سیندونو په جریان کې د انساني پرمختګ مسیر روان دی.
ناریندرا مودي وویل، موږ نن یوازې پروژه نه پرانیزو چې ځمکې خړوب او کورونه روښانه کړي، بلکې موږ د یوې سیمې ازوګانې  ژوندۍ کوو او د افغانستان راتلونکی نوی تعریفوو.
هغه زیاته کړه،دا بند یوازې برېښنا نه تولیدوي، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره خوشبیني او اعتماد رامنځته کوي.
ناریندرا مودي وویل، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې په افغانستان کې نوی سهار پیل شو، موږ دا پروژه نوې پیل کړه، موږ په ګډه په عزم، صبر، شهامت او اعتماد د موانعو، خطرونو او تاوتریخوالي د له منځه وړلو پر وړاندې مقابله وکړه.
د هند لومړي وزیر وویل، نن ورځ د افغانستان زړور او باشهامته خلک پیغام ورکوي چې د تخریب، مرګ، انکار ، تسلط او غلبې قدرتونه به نوره ادامه ونه لري، هغوی به نور د دوی د خوبونو او ارزوګانو مانع نشي.
ناریندرا مودي څرګنده کړه، دا بند له خښتو او سیمنټو نه، بلکې زموږ د ملګرتیا او د افغانانو او هندوانو د زړورتیا په اساس جوړ شوی دی.
مودي زیاته کړه، په چابهار بندر کې د هندوستان پانګونه به په ایران کې د افغانستان لپاره د نړۍ او بریالیتوب په لور یو نوی مسیر پرانیزي. هغه وویل،  زموږ د ملګرتیا ثمره تر کابل، کندهار، مزار او هرات پورې محدوده نه ده زموږ همکاري به د افغانستان هرې برخې ته پراخه شي.
د هند لومړي وزیر د افراطیت او ترهګري تهدید ته په اشارې وویل، زموږ د پېړۍ د نارامیو  د پراخېدو په دوران کې نړیوال نشي کولای له ځان او نړۍ څخه د افغانانو زړوره مبارزه هېره کړي.
ناریندرا مودي وویل، ستاسو ملګرتیا زموږ ویاړ دی، ستاسو د خوبونو تعبیر زموږ دنده ده، ممکن د هند امکانات محدود وي، خو زموږ ژمنتیا حد او سرحد نه پېژني. ممکن زموږ منابع نسبتاً کمې وي، خو زموږ اړیکې تر محدودیتونو پراخه دي، د نورو ژمنې شاید زماني محدودیتونه ولري، خو زموږ اړیکې د زماني محدودیت پابندې نه دي.
د هند لومړي وزیر وویل، سره له دې چې له جغرافیایي او سیاسي موانعو سره مخ یوو، خو په شفافیت خپل مسیر او موخې مشخصوو. په عین حال کې نور ستاسو په راتلونکي شک لري، موږ ډاډه یوو چې که لاره څومره سخته او اوږده وي هیڅ زور او قدرت نشي کولای د هغه برخلیک مانع شي چې د افغانستان خلکو د ځان لپاره انتخاب کړی دی.
ناریندرا مودي د خپلو خبرو په پای کې وویل، په نړیواله او سیمه ییزه کچه موږ په یو غږ د افغانستان له حق څخه د یو پرامن، موفق، متحد هېواد او د دموکراتیک ملت په توګه دفاع کوو او دغه راتلونکي ته د رسېدو لپاره به د افغانستان په کروندو، ښارونو او کلیو کې ګډ کار وکړو.
جمهور رئیس غني د افغان – هند دوستي بند د پرانیستې مراسمو په جریان کې  د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي ته د دواړو هېوادونو د دوستۍ د لا پیاوړتیا او پراختیا او د افغان – هند د دوستي بند د کار د بشپړېدو او له افغانستان سره د هند د خلکو او دولت د واقعي مرستو په ویاړ د غازي امیر امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته