امنیت

د هېواد په جنوب کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوي

قلات باختر د وري د میاشتې ۲۵ مه
د زابل ولایت د دایچوپان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوي چې پر مهال یې طالبانو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې،تېره شپه وسله والو طالبانو په دایچوپان ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو د افغان ځواکونو له لورې د کلک غبرګون سره مخامخ شوي دي.
خبر ځای زیاتوي چې په دې نښتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته