سیاست

حامدکرزي :امريکا دې بايد دافغانستان په برخه کې له ايران سره خپل اختلافونه يوې خواته پرېږدي .

کابل باختر دليندى څوارلسمه : پخواني جمهور رييس حامدکرزي وايي چې افغانستان دسولې لپاره دامريکا دهڅو له امله خوښ دى . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، حامدکرزي چې په کابل کې دهېواد دسياسي شخصيت سيد بهاوالدين مجروح دزيږيدنې دنوي يمې کاليزې دنمانځنې په مراسمو کې خبرې کولې څرګنده کړه امريکايانو له کلونو کلونو وروسته نن په افغانستان کې دسولې غږ اوچت کړى دى څومره چې په افغانستان کې دامريکا له جګړې سره مو سخت مخالفت وښوده په هماغه اندازه دافغانستان دسولې لپاره دامريکا له فعاليت څخه خوشبين يم حامدکرزي ټينګار کړى دى چې روسيې هم دافغانستان دسولې دخبرو پروګرام پيل کړ دافغانستان دسولې لپاره دروسيې او امريکا پروګرامونه اغيزمن دي . خو ده ټينګار وکړ چې دافغانستان سوله دې بايد دافغانانو ترنظر لاندې وي يعنې له پيل څخه تر پاى پورې افغانان شامل وي که چيرې افغانان ددې هېواد دسولې په خبرو کې شامل نه وي او معامله دپردې ترڅټ وي دملت په خير نه دي ده له امريکاڅخه وغوښتل چې له ايران سره دې خپل اختلافونه يوې خوا ته پرېږدي که چيرې له ايران سره دامريکا سيالي او دنظر اختلاف دوام ومومي دا دافغانستان خلک دى چې قرباني ورکوي . کرزي له طالبانو څخه هم وغوښتل چې له جګړې څخه لاس واخلي او دميز ترشاه کښينې او دافغانستان دسولې له مرکچي هيئت سره خبرې وکړي چې دحل لاره ولټوي ځکه جګړه دحل لاره نه ده . ختم_ ف_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته