امنیت

يوه سيمه له ديارلسو کلونو وروسته دطالبانوله شتون څخه پاکه شوه

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١٧:
سيمه ييزو امنيتي ځواکونو نن د زابل ولايت په مرکزکې يوه سيمه له وسله والو طالبانو څخه ونيوله چې په تيروديارلسو کلونو  د هغوى په امن ځاى بدله شوې وه.
د زابل ولايت د عملياتي کنډک قوماندان آصف خان توخي د باخترآژانس خبريال ته وويل: د تبسخر غونډۍ چې د زابل ولايت د مرکز قلات ښار په جنوب او دکابل _قندهار په لويه لاره کې يوه پيچلې سيمه او د دغه ولايت له څلورو ولسواليو سره د کورنيو او بهرنيوجګړه مارانو يوه مهمه اکمالاتي لاره بلل کيږي؛ د امنيتي ځواکونو لاسته ورغله .
ده څرګنده کړه چې دغه سيمه ديارلس کاله دطالبانو تر واکمنۍ لاندې وه، خو اوس  د ګډو امنيتي ځواکونوله خوا پاکه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته