سیاست

دامريکا لوى درستيز : ترورزيم او بنسټپالنه دافغانستان او امريکا ګد دښمن دى .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دامريکا داردو لوى درستيز نن دافغانستان دکورنيو چارو له وزير سره په کابل کې وکتل او له تروريزم او بنسټپالنې سره يې دمبارزې په برخه کې له افغانستان سره دهمکارۍ په باب دخپل هېواد ژمنه اعلام کړه .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دامريکا لوى درستيز جوزيف دانفورد دکورنيو چارو له وزير تاج محمد جاهد  سره په کتنه کې په دې بيان سره چې امريکا له افغانستان سره په  اوږد مهالې همکارې  ژمن دى ،وويل :په دې باب دامريکا د جمهور رييس له  هوډ او تصميم وروسته چې امريکايي پوځيان د ډار اچوونکو په ځپلو کې دافغانستان له امنيتي ځواکونو سره پراخه همکاري ولري. امريکايي پوځيانو زيات فرصت ترلاسه کړى چې دهميشني امنيت او ثبات دتامينولو په کار کې دافغانستان له امنيتي ځواکونوسره پراخه همکاري ولري .
  ده زياته کړه: افغانستان او امريکا له هغه ګډ دښمن سره چې هماغه  تروريزم او بنسټپالنه  ده مخامخ دي او داکار  ددې غوښتنه کوي  چې يوځاى له تروريزم سره مبارزه پرمخ بوزي .
په همدې حال کې دهېوا د دکورنيو  چارو وزير تاج محمد جاهد دافغانستان دامنيتي ځواکونو په پياوړتيا اوسمبالولوکې دامريکا دمتحده ايالاتو پراخ  ملاتړ له امله مننه وکړه او هغه يې په هېواد کې ددايمي امنيت اوثبات  دتامينولو په لاره کې مهم وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته